بالاخره افغانانو ته د امريکايي زندانونو د سپارلو موافقه لاسليک شوه
سلام خان سلام خان

 

 

د افغانستان حکومت ته د امریکايي زندانونو  سپارل د افغان ولسمشر یوه لویه غوښتنه وه او د ډېرو راپورونو پر اساس د افغانستان او امریکا د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیکېدا لپاره د افغانستان یو له دوو شرطونو څخه ووبالاخره افغان او امریکايي چارواکو نن دمارچ په نهمه نیټه په شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت ته د بګرام او نورو توقیف ځایونو د سپارلو مهم سند لاسلیک کړله دې کبله نننۍ موافقه د ستراتیژیک تړون لور ته یو مهم ګام ګڼل کېږي نوموړی تفاهم لیک د  د افغانستان دفاع وزیر عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ لاسلیک ک شو چی شا وخوا دری زره افغان بندیان چی فعلا دبګرام په زندان کی اوسی دافغانستان دحکومت تر ځارنی لاندی راشې، په عین حال کی په افغانستان کی دامریکا سفارت په یوه خبر تیا کی ددی موافقه لیک دلاسلیکیدو هر کلی کړی دی

د دې تفاهملیک بشپړ متن په دې ډول دی

د افغانستان حکومت ته د افغانستان په خاوره کې د امریکایي ساتنځایو د انتقال په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ تفاهم لیک  د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت (چې تر دې وروسته په لنډه" افغانستان")په نامه نومول کېږي او دامریکا د متحدو ایالاتو دولت (تر دې وروسته په لنډه "متحده ایالات") نومول کېږي چې له دې وروسته يو ځای د "لوريو" په نامه یاديږي او په ترتیب سره یې د افغانستان داسلامي جمهوریت د دفاع وزیر او د امریکایي  پوځونو عمومي قوماندان استازیتوب کوي؛-  

    د نړیوالې ترهګرۍ او افراطیت سره د هغوی د مبارزې او په افغانستان کې دثبات د تامین  د هدف په همکارۍ کې د ګډو ترلاسه شوي پرمختګ ته په پام؛-  

    په امنیتي سکتور کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د مشري د مسوولیت د انتقال د بهیر پر لاس ته راغلي پرمختګ تينګار؛ -   

   د افغانستان ملي حاکمیت ته د متحده ایالاتو له خوا د بشپړ درناوي پر تامین  ټینګار  او د دواړو لورو تر منځ  د همکاریو د اهمیت تایید، داسې چې د افغانستان د ملي حاکمیت تآمین لا پیاوړی کړي؛- 

     د ۱۳۹۰ کال د لړم د میاشتۍ د دودیزې لویې جرګې د مشورو په یادونی، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې، ژر تر ژره د افغانستان حکومت ته د متحده ایالاتو تر څارنې لاندې ساتنځایو د انتقال؛ لاندې تفاهمونو ته ورسېدل:  لومړۍ برخه تعریفونه

۱-د دغه تفاهملیک په چوکاټ کې، زندانونه هغه تاسیساتو ته ويل کېږي  چې په هغو کې محکوم زندانیان او یا محکمې ته منتظر زندانیان ساتل کېږي. هغه شمېر تاسیسات چې  د متحده ایالاتو پر سرتیرو، د متحده ایالاتو دپوځي مقاماتو له خوا د عسکري انظباتي اقداماتو د تطبیق په منظور ګته ترې اخیستل کېږي، په دې تعریف کې نه شامليږي

 ۲-- ددغه تفاهملیک په چوکاټ کې، د ساتنځایو په تعریف کې  هغه تاسیسات راځي  چې په هغو کې افراد د نړیوالو بشري دوستانه  قوانینو او د (ژنیو) د ۱۹۴۹ کال کنوانسیون او دهغه اړوند د ۱۹۷۷ کال ددوهم الحاقی پروتوکول په ګډون، له مخې ساتل کېږي.دوهمه برخهد ساتنځایو د انتقال شرایط

  ۳ - متحده ايالات یو ځل بیا تصدیقوي  چې د افغانستان په خاوره کې به هېڅ زندان  نه لري  او ددغه تفاهملیک  د احکامو پر بنسټ به د افغانستان په خاوره کې  د متحده ايالاتو موجوده ساتنځایونه   افغانانو ته  ورلېږدوي 

۴ --متحده ايالات يو ځل بيا تصدیقوي هغه افغاني اتباع چې د امريکايي پوځونو له خوا د پروان په ساتنځای کې تر نظارت لاندې دي د دغه تفاهملیک د احکامو پر اساس افغان لوري ته ورانتقالويږي.

۵-افغانستان دا تصدیقوي  چې د خپلو داخلی قوانينو سره سم د اداري نیولو (غیر قضايي)تګلاره را منځ ته کړۍ چې

الف- د ژنیو د ۱۹۴۹ کال د تړون پورې اړوند  د ۱۹۷۷ کال دوهمه شمېره  الحاقي پروتوکول په ګډون، د نړيوالو بشر دوستانه قوانینو سره سم، د افغانستان د ټولو نړیوالو مکلفیتونو سره مطابقت ولري؛

 

ب- د انسانی چلند او په قانوني محاکمې  کې د افغانستان د نړیوالو مکلفیوتونو د بهیر د مراعات تامین وکړي ،چېج د استوګنځايو دتامین  په ګډون د دایمی تسهیلاتو پر برابری ولاړ وي.

۶- لوري څرګندوي چې د دغه تفاهملیک د لاسليک سره سم به د پروان د ساتنځای مشري  يوه افغان قوماندان ته سپارل کېږي ،خو په دې شرط چې

الف- په دې شرط چې افغانستان د وړتیا وړ  د اردو يو ډګر جنرال او د اړتيا وړ پرسونل له ټاکلې مودې مخکې، منصوب کړي؛

ب- د پروان په ساتنځای کې نوی ټاکل شوی افغان جنرال به له امریکايی مقاماتو  سره د پروان دساتنځای په داخل او په افغانستان کې نورو ساتنځایو او زندانونو ته د بندیانو د منظم طی مراحل کولو او انتقال په چارو  او د پروان ساتنځای د ظرفیت د لوړولو د دوام په لاره کې د یو امن او انسانی چاپیریال را منځته کولو په منظور همکاري کوي؛

ج- د انتقال د طی مراحلو په پړاو کې،چې تر شپږ میاشتو باید اوږد  نه شي ، دهغو بندیانو مسوولیت به چې  د متحده ایالاتو له خوا د وسلوالو شخړو د قانون پر بنسټ د پروان په ساتنځای کې ساتل کېږي، دپخوا په شان په دې ساتنځای کې د امریکايي قوماندان پرغاړه دی

د- په دې منظور چې د نیولو شویو د انتقال بهیر،چې اوس  د متحده ایالاتو له خوا د وسلوالو شخړو د قانون پر بنسټ د پروان په ساتنځای کې ساتل  کېږي، د شپږو میاشتو په په ټاکل شوي زماني چوکاټ کې اجرا شي،لوري ژمنه کوي چې په کافي اندازه منابع او پرسونل برابر کړي؛

  ه-  د تخنیکي او لوژیستیکي مشورو  د همکاریو د وړاندې کولو په منظور،متحده ایالات ، د دغه تفاهملیک تر لاسلیکېدو وروسته، د پروران په ساتنځای کې د یوه کال لپاره خپل حضور ته دوام ورکوي.

 

-۷--افغانستان تصدیقوي چې د متحده ايالاتو  او نورو ذیعلاقه اړوندو نړيوالو بشر دوستانه سازمانونو ته ددې اسانتياوې برابرې کړي چې د نړيوالو بشر دوستانه قوانينو د احکامو  د تطبیق د څارنې  په موخه، انتقال شويو بندیانو ته کافي لاسرسۍ برابروي؛

۸-۸--افغانستان تصدیقوي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانينو سره سم ، د ژنیو د دوهم الحاقي پروتوکول په ګډون او د خپلو نورو نړیوالو مکلفیتونو له مخې ټول لازم اقدامات ترسره کړي، چې تروریستي فعالیتونو  ته د هغو بندیانو چې ددوی تر ځارنې لاندې دي،د بیا د ورګرځېدو او یا دغو فعالیتونو ته د اسانتیاوو مخنیوي وکړي تر څو چې  افغانستان، نړيوالې ټولنې،  او یا د امريکا متحده ايالاتو ته پرله پسې ګواښ ورپېښ نه کړي،

 ۹-- افغانستان دا تصدیقوي  چې د انتقال شویو بندیانو تر خوشې کېدو مخکې  او له محکمې نه مخکې د خوشې کېدو په ګډون،به د متحده ايالاتو سره  مشوره  کوي. که چېرته متحده ايالاتو ته روښانه شي  چې تروریزم او د تروریستي فعالیتونو د آسانتیاوو د برابرولو د مخنيوي لپاره د بندي پرله پسې ساتنه په ساتنځای کې ضرور  دی، نو  افغانستان به په دې برخه کې مساعده ملاحظه و لري

الف - دغه موضوع د دوه اړخيزې امنيتي توافقنامې د يوې برخې په توګه چې د دواړو لورو تر منځ به د ستراتيژيک تړون تر لاسليک وروسته ورباندې خبرې وشي، بيا له سره ارزول کیږي.

ب-  افغانستان دا تصدیقوي چې د پروان له ساتنځای څخه بهر به د هر بندي د انتقال په اړه   متحده ايالات خبروي

 ۱۰-- لوري يو ځل بیا دا تصدیقوي چې د مصوون او بشر دوستانه  غیر قضایی اداري توقیف لپاره به د افغانستان د راتلونکې د وړتيا د لوړولو په موخه ،د  خپلو  همکاريو پراخولو ته دوام ورکوي. په دغه همکارۍ کې به چې محدویت به نه لري د متحده ایالاتو ژمنې په دغو برخو کې څرګندوي

 الف -- لږ تر لږه په پروان کې ۱۱ دایمي استوګنځایو جوړول او  د څرخي پله په زندان کې د ۹  استوګنڅایو جوړول چې په مجموعي توګه به  څلور زره بستره ولري؛ب) تر جوړیدو او ودانولو  وروسته افغانستان ته ددغو استوګنځایو سپارل؛

 ج --  د بندیانو دانساني ، مصوون او بشر دوستانه   او د مواظبت د لازمو شرایطو د برابرولو  لپاره  په کافي شمیر د افغان ملي نظامي پوليسو  د پرسونل روزنه او ملاتړ؛

  د-- د اداري(غير قضایی )توقیف په  اړوند د مناسبو افغاني طرزالعملونو له جوړولو سره مرسته

 احکام درېیمه برخهوروستني

۱۱-لوري دغه راز تکل لري، چې افغان لوري ته د هغو بندیانو انتقال ته دوام ورکړي  چې د پوځي عملیاتو په لړ کې نیول کېږي، څو د ژنیو ددوهم الحاقي پروتوکل پر بنسټ د غیر قضايی څارنې لاندې ونیول شي او هم د هغو محمکې په منظور، د  افغانستان د جزا له قانون سره په مطابقت کې د پروان عدلي قضايي مرکز ته ولېږدول شي.لوري تکل لري چې ددې موضوع بشپړ وضاحت په یو بل جلا سند کې وڅېړي.

 ۱۲-- لوري، ددغه تفاهملیک له لاسلیکېدو سره سم د هغه دتطبیق او نظارت  لپاره، د تطبیق یوه دوه اړخیزه کميټه رامنځته کوي. ددغې کمیټې مشري د افغانستان د دفاع  وزیر او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځونو د قوماندان او یا د هغو د استازو له خوا  کيږي. کميټه به پر نورو موضوعاتو سربېره، د لاندنیو چارو د سرته  رسولو دنده هم لري

الف --  کمیته د افغانستان ادارې ته د پروان د ساتنځای د انتقال بهیر په منظمه توګه تامینوي او دغه راز د بندیانو د انتقال د څرنګوالي او د تطبیق طرزالعمل د دې تفاهملیک له لاسلیکېدو نه يوه میاشت وروسته رامنځ ته کوي؛

ب -- کمیټه مسوولیت لري هره شخړه چې ددغه تفاهملیک په نهمې فقرې پورې اړه لري حل او فصل کړي، او؛

 ج -- د افغانستان د وړتياوو د لوړولو لپاره به دغه کمېټه د لورو تر منځ د همکارۍ رامنځ ته کوي چې په دې ډول د غير قضایي توقیف د خوندي او بشردوستانه رژیم په اړه ډاډ تر لاسه کړي.

۱۳-- هغه تفاهمونه چې په دغه تفاهملیک کې درج شوي دي،  د امنيتي همکاريو اړوند پر هغو ترتيبونو او موجودو تفاهمونو باندې چې له دغه تفاهملیک څخه بهر دي اغېزه نه کوي

-۱۴-- ددغه تفاهمليک له مخې د دواړو لورو تر منځ ټولې همکارۍ  د حقوقو او وجايبو او تر نړيوالو قوانينو لاندې  د دوی له ژمنو سره سمې او دغه راز  د دواړو هېوادونو د دداخلي نافذه قوانينو او مقرراتو پورې مشروط دي

-دغه تفاهملیک له لاسلکېدو سره سم مرعی الاجرا دی15-

- ۱۶-- په دغه تفاهملیک کې په راغلو همکاريو پورې اړوند ټول منازعات په لومړني فرصت کې د ساتنځایو د دوه اړخیزې کميټې له لارې اواريږي چې د پورتنې برخې پر اساس جوړه شوې ده، او که له دغې لارې حل نه شي، کېدای شي د ديپلوماتیکو مشورو له لارې حل او فصل شي

۱۷-۱۷--- دغه تفاهملیک د  ۱۳۹۰ کال دکب پر اتلسمه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو په کابل کې لاسلیک شو. درې واړه نسخې مساوي اعتبار لري او که کومه ستونزه رامنځ ته کېږي د هغه انګلیسي نسخه غوره ګڼل کېږي.


March 9th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات